ملا عبدالغني برادر په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر شو

د طالبان بیرغ

طالبانو رسماً تأیید کړه چې ملا عبدالغني برادر په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر او په سیاسي چارو کې د طالبانو د مشرتابه شورا مرستیال وټاکل شو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېر ماښام د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې دا اقدام له امریکایي لوري سره د افغانستان د سولې په اړه د روانو خبرو د ښه ترسره کولو په هدف شوی دی.

نن پنځمه ورځ ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالب استازو ترمنځ د افغانستان د روان بحران د ختمېدو پر څرنګوالي خبرې روانې دي.

تر اوسه که څه هم کومې رسمي سرچینې د دغو خبرو د پرمختګونو په اړه څه نه دي ویلي، خو ځینو رسنیو د پټو سرچینو په حواله راپورونه ورکړي چې مذاکره کوونکي له افغانستانه د امریکایې ځواکونو د وتلو موافقې ته نږدې شوي دي.

ملا عبدالغني برادر په ۲۰۱۰ کال کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې ونیول شو او د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په ۲۵مه له بنده خوشې شو.