جرمني د افغانستان د سولې په پروسه کې د مرستې ډاډ ورکړ

آرشیف، د جرمني دفاع وزیره اورزولا فن در لاین

د جرمني دفاع وزیره وایي، هېواد یې د افغانستان د سولې په پروسه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

اورزولا فن در لاین د پنجشنبې په ورځ د سویس په داووس ښار کې د نړیوالې اقتصادي غونډې په څنډو کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره د لیدو پر مهال دا خبرې کړي دي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې اعلامیې کې ویلي چې په دې لیدنه کې د افغانستان په مشرۍ او مالکیت د سولې پر بهیر هر اړخیز بحث وشو.

ښاغلي غني د افغانستان د سولې په بهیر کې د اروپایي هېوادونو رول مهم بللی او د دغو هېوادونو په تېره بیا د جرمني له همکاریو یې مننه وکړه.

د اعلامیې له مخې، د جرمنې دفاع وزیرې دغه راز د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د وړتیا لوړولو او روزنې په برخه کې د خپل هېواد د همکارۍ ډاډ ورکړ.