د سرپل د فوټبال پر یوه میدان د طالبانو په ډزو ۴ ملکي کسان ټپیان شوي

د سرپل امنیتي چارواکي وایي، تېره ورځ په صیاد ولسوالۍ کې د فوټبال په یوه میدان کې د طالبانو په ډزو څلور ملکي کسان ټپیان شوي دي.

د سرپل امنیه قوماندان عبدالقویم باقي زوی ازادي راډیو ته وویل چې د پېښې ټپيان ټول تر شپاړسو کلونو کم عمره کسان دي.

بل خوا په مشرانو جرګه کې د سرپل ولایت استازي محمد عظیم قویاش او هم د پېښې نور شاهدان وایي چې په دې ډزو کې یو تن وژل شوی او پنځه کسان ټپیان دي چې پکې یو يې پولیس او بل د ملي اردو سرتېری دی.

د راپورونو له مخې، دا ډزې له یوه لېرې واټنه داسې مهال شوي چې د یو شمېر افغان پوځیانو او د سیمې د اوسېدونکو ترمنځ د فوټبال دوستانه لوبه روانه وه.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.