د یونان پارلمان له ګاونډي مقدونیې سره د نوم د بدلون په اړه پر تاریخي موافقې رأیه اخيستنه وځنډوله.
تمه وه چې په دې اړه د پارلمان څلور ورځني بحثونه د جنورۍ پر ۲۴مه پای ته ورسېږي او رأیه واخيستل شي، خو د پارلمان د مشر دفتر وویل، د ټولو هغو کسانو لپاره کافي وخت نه و چې د خبرو لپاره یې نومونه راجستر شوي وو.
د یونان د صدراعظم الیکسس سیپراس حکومت د مقدونیې له صدراعظم زوران زاییف سره د تېر کال په جون میاشت کې موافقه وکړه چې د مقدونیې نوم په شمالي مقدونې جمهوریت بدل شي او اتن به په بدل کې په اروپایي اتحادیې او ناټو سازمان کې د مقدونیې د شاملېدو له مخالفته لاس واخلي.
د دغو دوو هېوادونو د نوم پر سر دعوا له دې کبله ده چې د یونان یوه سیمه چې له مقدونیې سره پر پوله موقعیت لري، هم مقدونیه نومېږي.
په راتلونکي کې د احتمالي سرحدي ناسمو پرېکړو د مخنیوي لپاره دواړو هېوادونو دغه پرېکړه وکړه.
دغې موافقې ته باید د یونان پارلمان رأیه ورکړي، خو د تېرې ورځې د رأیې اچونې د ځنډېدو اعلان داسې مهال وشو چې د دغې پرېکړې مخالفینو په اتن کې د پارلمان دباندې راټول شوي وو.