د اوکراین یوې محکمې پخوانی ولسمشر یانوکوویچ په خیانت مجرم وګاڼه

ارشیف، د اوکراین پخوانی ولسمشر ویکټور یانوکوویچ

د اوکراین یوې محکمې د دغه هېواد پخوانی ولسمشر ویکټور یانوکوویچ د حکومت پر وړاندې په خیانت مجرم وګاڼه او په غیاب کې یې په ۱۳ کاله بند محکوم کړ.

په کیيف کې د اوبولون سیمه ییزې محکمې قاضي ولادیسلاو دیویاتکو د جنورۍ په ۲۴مه وویل چې یانوکوویچ د اوکرایین د ملي امنیت د بنسټ پر وړاندې جنایت کړی دی.

قاضي همدا راز ۶۸ کلن یانوکوویچ د اوکراین پر ضد د جګړې په تمویل کې په لاس لرلو تورن کړ.

د محکمې له حکم سره سم د نوموړي د بند موده هغه مهال پیلېږي چې دی ونیول شي.

یانوکوویچ د ۲۰۱۴ کال په فبرورۍ کې وروسته له هغه د اعتراضونو په نتیجه کې له واکه لېرې کړای شو چې ده له اروپایي اتحادیې سره د یوې مهمې موافقې پلانونه شنډ کړل او ویې ویل چې له مسکو سره نږدې اړیکې پالي.

په هغو اعتراضونو کې د خلکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ شخړو کې تر سلو ډېر کسان وژل شوي او ۲۵۰۰ نور ټپیان شول.

د اوکراین پخوانی ولسمشر له واکه تر لېرې کېدو وروسته روسیې ته ولاړ او تراوسه هلته دی.

نوموړي پر ده ټول لګېدلي تورونه رد کړي دي.