په غزني کې د لاجورد لارې د ارﺯښت په اړه علمي سمينار ترسره شو

په غزني کې د لاجورد لارې په اړه جوړ شوی سمینار

په غزني کې د دولتي او خصوصي پوهنتونو د استادانو په مرسته او د ولايت مقام په تخنيکي او مالي همکارۍ، د پنجشنبې په ورځ د لاجورد ټرانزيتي لارې د سياسي او اقتصادي ارﺯښت په اړه علمي سمينار ترسره شو.

په غونډه کې د ځایي مسؤلينو، قومي مشرانو، د پوهنتون استادانو، محصلينو او فرهنګي فعالانو تر څنګ د دې ولايت ګڼ شمېر اوسېدونکو ګډون کړى وو او ځینو یې ویناوې وکړې.

د غزني والي وحيدالله کليمزي په غونډه کې د لاجورد علمي سمينار ته په خپله پرانیستونکې وينا کې دغه لار د افغانستان د اقتصادي ودې له‌پاره خورا مهمه او له سياسي او اقتصادي اړخه يوه لويه لاسته راوړنه وبلله.

د هغه په وينا د لاجورد لارې په پرانیستلو سره به نه‌يوازې افغانستان د ګاونډيو هېوادونو له اقتصادي او سياسي انحصاره خلاص شو، بلکې افغان سوداګر به وکولاى شي په کم لګښت او لږ وخت کې د هېواد صادراتي مالونه نړيوالو باﺯارونو او اروپا ته ولېږدوي.