ملي اردو وايي، د یوه قوماندان په شمول ۷ تنه وسلهوال طالبان په ارزګان ولایت کې وژل شوي دي.
په ارزګان کې د څلورم پلي کنډک قوماندان زمري نن پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل، دا کسان پرون ناوخته د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې په دهراوت، خاص اروزګان، چوره او د ترینکوټ په شاوخوا کې وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.