د بهرنیو چارو وزارت: د سولې په تړاو د کابل پروسې ۳مه غونډه ژر جوړېږي

د کابل پروسې دوهمه غونډه د ۲۰۱۸ کال د فبروري ۲۸مه

په داسې حال کې چې د سولې خبرې په ملي او نړیواله کچه ورځ تر بلې په ګرمېدو دي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په همدې تړاو په نږدې راتلونکي کې د کابل پروسې د درېیمې غونډې د جوړېدو خبره کوي.

د یاد وزارت ویاند صبغت احمدي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۰۴» ازادي راډيو ته وویل، د دغې غونډې په چمتووالي کار روان دی، خو دقیقه نېټه‌یې لا نه‌ده مشخصه شوې.

دی وايي، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو پیل به د دغې غونډې یوه مهمه اجنډا وي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي

نوموړي زیاته کړه:

"ټاکل شوې چې د کابل پروسې درېیمه غونډه هم ډېر ژر خپله په کابل کې جوړه شي، موږ دا مهال دغې غونډې ته په چمتووالي بوخت یو چې د سیمې او نړۍ استازي په‌کې ګډون کوي، د دغې غونډې اصلي تمرکز به د سولې په خبرو وي."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هیله‌مندي ښيي چې د کابل پروسې درېیمه غونډه له پخوانیو دوه هغو يې ډېره له لاسته راوړنو ډکه وي.

افغان حکومت دا هیله‌مندي ځکه ښيي چې د ښاغلي احمدي په باور دا وخت د افغانستان د سولې په اړه ښه سیمه‌ییزه او نړیواله اجماع رامنځته شوې ده.

د بهرنیو چارو وزارت په‌دغې غونډه کې د بېلابیلو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو د ګډون هم وايي.

دغې غونډې ته د لاچمتووالي په خاطر د افغان چارواکو او بهرنیو استازو ترمنځ د تېرې ورځې راهیسې لیده کاته هم شوي دي.

په‌دې لړ کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب تېره ورځ د اروپايي ټولنې له سفیر رونالډ کوبیا او د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني هم د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو او رونالډ کوبیا سره ولیدل.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دواړه لورو د کابل پروسې درېیمه غونډه یو مهم فرصت بللی دی.

د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني هم په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو او د اروپايي ټولنې له سفیر رونالډ کوبیا سره‌يې د کابل پروسې د درېیمې غونډې په جوړېدو خبرې کړې دي.

د کابل پروسې دوهمه غونډه د ۱۳۹۶ لمریز کال په وروستۍ میاشت کې له ۲۵ څخه د ډېرو هېوادونو او سازمانونو په ګډون په کابل کې جوړه شوې وه.

ولسمشر غني په هغې غونډه کې د سولې په خاطر بې‌ساري وړاندیزونه وکړل چې وروسته ورسره د سولې هلې ځلې په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه ډېرې شوې.

  • اوربند.
  • د سیاسي ډلې په توګه د طالبانو منل.
  • د قانون له مخې د اساسي قانون تعدیل.
  • د بندیانو خوشې کول.
  • له تور لېسته د سولې غوښتونکو طالبانو نوم ایستل.
  • او داسې نور هغه وړاندیزونه وو چې ولسمشر غني د سولې د ټينګښت په خاطر بیان کړل.

له دې وړاندې د کابل پروسې لومړۍ غونډه د ۱۳۹۶ لمریز کال د جوزا په میاشت کې وشوه چې له شرط پرته له طالبانو سره په خبرو او د سولې په اړه طالبانو او پاکستان ته د یوې واضح طرحې په ورکولو په‌کې خبرې شوې وې.

دې ټولو ته په کتو د سیاسي چارو یو څېړونکی انتظار خادم وايي چې که له دې غونډې مخکې طالبان سولې ته حاضر نه‌شي د غونډې جوړول به بې‌اغېزې وي.

د سیاسي چارو یو څېړونکی انتظار خادم

نوموړي زیاته کړه:

"د کابل پروسې غونډه یو مهم پیل و، خو که طالبان اوس هم له حکومت سره په نه‌خبرو ټينګار کوي او امریکا هم په سیمه‌ییزو هېوادونو له خپل نفوذه ګټه وانه‌خلي، نو طبیعي ده چې دا غونډه به هم بې‌نتیجو پای ته ورسېږي."

دی ټينګار کوي چې د کابل پروسې له درېیمې غونډې مخکې باید د امریکا هڅه دا وي چې طالبان له افغان حکومت سره په خبرو قانع او حکومت هم باید د جنګي ادبیاتو پر ځای دغې ډلې ته د سولې د خبرو ډاډ ورکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ