محمد فیصل: پاکستان د قطر په روانو خبرو کې اسانتیا رامنځته کوي

د پاکستان د بهرنیو چارووزارت ویاند محمد فیصل

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د قطر په دوحه کې د امریکايي چارواکو او طالبانو خبرې دوام لري.

راپورونه وايي، د زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ خبرو نن هم دوام وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل نن په یوه خبري غونډه کې وویل، پاکستان د خپل مسؤلیت په توګه د قطر په روانو خبرو کې اسانتیا رامنځته کوي.

د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د قطر روانې خبرې د دوشنبې په ورځ پیل شوې او ګومان کېږي چې نن به د یوې اعلامیې په خپرولو پای ته ورسېږي.