فایز: د کابل حوزې د شکایتونو ارزول په بشپړېدو دي او پایلې به‌یې ژر اعلان شي

د ولسي جرګې د رأیو بکسونه

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، په نږدې څو ورځو کې به د کابل حوزې د انتخاباتو اړوند د شکایتونو ارزول بشپړ او نتایج به‌یې اعلان شي.

په‌داسې حال کې چې د ولسي جرګې پر انتخاباتو د یو شمېر سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې څارونکي، د ولسي جرګې د کابل حوزې د انتخاباتو په لغوه کېدو ټینګار کوي، د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، په څو نږدې ورځو کې د دغې حوزې د انتخاباتو اړوند د ټولو شکایتونو ارزونه بشپړه او نتایج به‌یې اعلان شي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون غري محمد بصیر فایز د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۰۴» ازادي راډیو ته وویل، د کابل د حوزې د انتخاباتو په اړه چې کوم شکایتونه دوی ته رسېدلي، د کره ارزونې په هدف‌يې د کابل ولایت د انتخاباتو کمېسیون ته سپارلي دي.

ښاغلي فایز وویل، د دغو شکایتونو ارزول بشپړېدو ته نږدې شوي او نتایج به‌یې په لږو ورځو کې اعلان شي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون غری محمد بصیر فایز

نوموړي زیاته کړه:

"کله چې لومړنی لېست اعلانېږي، د انتخاباتو ولایتي دفتر ۱۵ ورځې صلاحیت لري چې وررسېدلي شکایتونه وارزوي او په اړه‌یې تصمیم ونیسي. څوک چې زیانمن شي قضیه‌یې د مرکزي کمېسیون استېناف ته ځي. دوی دې موږ ته وخت راکړي چې پاکې رأیې له ناپاکو بېلولای شو او که نه؟"

د ولسي جرګې د کابل حوزې د انتخاباتو لومړني نتایج د جدي په ۲۴مه اعلان شول او د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون د مسؤلینو په خبره، د شکایتونو ثبتول‌یې دوه او بشپړ ارزول‌یې ۱۵ ورځې وخت غواړي.

خو د دغه کمېسیون مرستیالې حمیرا حقمل بیا شکایتونو ته په کتو تېره اوونۍ ازادي راډیو سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي وو چې دوی خپله پرېکړه ځنډولې، بلکې لغوه کړې یې نه‌ده او لا هم ۹۵ سلنه د کابل د انتخاباتو د لغوه کېدو امکان لیدل کېږي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون مرستیاله حمیرا حقمل

د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د روان لمریز کال د میزان په ۲۸مه ترسره شول، خو نتایج‌یې په څه باندې دوو میاشتو کې هم اعلان نه‌شول.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي چې د دغو انتخاباتو د نتایجو د ځنډ لامل، د رأیو بیا شمېرل دي.

یاد کمېسیون د دغو ارزونو په لړ کې د هر ولایت د انتخاباتو نتایج په تدریجي ډول اعلان کړل.

د دغو نتایجو د اعلانېدو په جریان کې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د کابل انتخابات له درغلیو ډک وبلل او ټول انتخابات‌یې لغوه اعلان کړل.

له دغه اعلانه وروسته د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ژمنه وکړه چې پاکې رأیې به له ناپاکو بېلوي او اسناد به‌یې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ته سپاري.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له دغې ژمنې وروسته، د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون هم د انتخاباتو د لغوه کېدو پريکړه وځنډوله.

خو اوس د ځینو سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې څارونکي بیا ټینګار کوي چې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون دې، د انتخاباتو د لغوه کېدو له پريکړې نه په شا کېږي.

د دغو سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو د پنجشنبې د ورځې په ناسته کې د حزب ملت متحد افغانستان د دارالانشاء رئیس سید بشیر بشرمل وویل:

"د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون اسناد او مدارک لرل چې د کابل حوزې انتخابات‌یې باطل کړل. کوم اسناد چې موږ یې لرو. دغه انتخابات باطل شوي. د دغې حوزې د انتخاباتو پروسه د جوړ جاړي پر اساس ځنډېدلې. د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ته وايو، تاسې یوه اوونۍ مخکې موږ په انتظار کې کړو، ولې مو اوس سکوت کړی دی."

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیه رئيس یوسف رشید

​د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیه رئيس یوسف رشید تېره ورځ له ازادي رادیو سره په خبرو کې وویل، باوري نه‌دی چې ټول شکایتونه سم وارزول شي.

د ده په خبره که دغه لړۍ به شفافه توګه پر مخ لاړه نه‌شي، لویې ستونزې به رامنځته کړي.

راپور: خان محمد سیند