افغان چارواکو او د اروپايي اتحادیې استازو پرون چهارشنبه د سولې په برخه کې له افغانستان سره د اروپايي اتحادیې پر ژمنو بحث وکړ.
په دې غونډه کې چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې د ځانګړي استازي رولنډ کوبیا په مشرۍ جوړه شوه، د هغو پنځو مسئلو په اړه خبرې وشوې چې د جنیوا په کنفرانس کې اروپايي اتحادیې وړاندیز کړې وې.
د سولې په پروسه کې د ټولو خواوو شاملول، د امنیتي سکټور په ګډون اصلاحات، په ټولنه کې بیا یوځای کېدل، سیمهییز اتصال او سوداګري او د سولې په راتلونکو موافقو کې د احتمالي ضامن د رول لوبول پنځه وړاندیزونه وو چې د جنیوا په غونډه کې اروپايي اتحادیې کړې وې.
اروپايي اتحادیې د کابل په پرونۍ غونډه کې ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به د سولې لپاره له هېڅراز مرستې ډډه ونهکړي.