د کونړ اوسېدونکي: د کونړ او نورستان ترمنځ سړک دې جوړ شي

ارشیف، د کونړ مرکز اسعداباد

د کونړ د پېچ درې اوسېدونکو د دې ولایت د مرکز او نورستان ترمنځ د سړک د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د پېچ درې یو شمېر اوسېدونکو په سیمه کې د ازادي رادیو خبریال ته وویل چې په‌دې لاره سفر کوونکي له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي او له حکومته غواړي چې دا سړک چې د نړیوالو ځواکونو په مالي مرسته جوړ شوی و، ترمیم کړي.

له بلې خوا د کونړ والي عبدالستار میرزکوال پرون ازادي راډیو ته وویل چې حکومت د دې سړک د جوړولو پرېکړه کړې او په لوړ کیفیت به‌یې له سره جوړ کړي.

د افغانستان په اکثرو سیمو کې خلک د سړکونو د کیفیت له خرابوالي شکایت کوي.