د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه ریاست دوهم مرستیال له دندې ګوښه شو.
که څه هم ولسمشرۍ ماڼۍ پهدې اړه زیات جزئیات نهدي ورکړي، خو د یوې اعلامیې په خپرولو سرهیې لیکلي چې ښاغلی محقق د اساسي قانون د ۶۴مې مادې د ۱۳مې فقرې پر اساس له دندې ګوښه شو.
بلخوا د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، د ولسمشر محمد اشرف غني لهخوا د محمد محقق عزل کېدل د ملي وحدت حکومت د سیاسي هوکړه لیک او د دغه حکومت د ملي روحیې خلاف عمل دی.
د دغه ریاست د ویاند مرستیال خوځون ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دا به بېثباتي رامنځته کړي.
د ښاغلي خوښځون په خبره د ملي وحدت حکومت سیاسي هوکړهلیک د ولسمشرۍ تر راتلونکو انتخاباتو پورې په خپل ځای دی.
۶۴ ماده ۱۳ فقره، جمهور رئيس لاندې واكونه او وظيفي لري؛ د قانون له حكمونو سره سم د قاضيانو، د وسلهوالو ځواكونو، پوليسو، د ملي امنيت د منصبدارانو او د لوړ رتبه مأمورينو ټاكل، تقاعد وركول، د استعفا منل او عزلول.
ښاغلي محقق د راتلونکي ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د محمد حنیف اتمر په انتخاباتي ټیم کې د دوهم مرستیال په توګه نوملیکنه کړې ده.