د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند مسافر قوقندي نن ازادي راډیو سره په خبرو کې دا تأیید کړه چې نهیوازې پاکستان، بلکې هند، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو ته د تېر میلادي کال په نهو میاشتو کې د افغانستان صادرات ۱۹ سلنه زیات شوي دي.
ښاغلي قوقندي بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو د کچې د لوړېدو لامل د تولیداتو زیاتوالی یاد کړ او ویېویل چې د وارداتو کچه هم ځکه راټیټه شوې چې اوس په کور دننه د اړتیا وړ توکي تولیدېږي.
دا پهداسې حال کې ده چې یو شمېر پاکستاني رسنیو هم ویلي، په تېر ۲۰۱۸ میلادي کال کې دغه هېواد ته د افغانستان صادرات ۲۰ سلنه زیات، خو برعکس افغانستان ته د پاکستان واردات ۱۸ سلنه راکم شوي دي.
دغه پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د دولتي بانک پر حواله لیکلي چې له افغانستانه د ورتلونکو توکو کچه د تېر میلادي کال د نومبر میاشتې په پرتله په ډسمبر کې دوه نیم سلنه زیاته شوې ده.