IOM: له پاکستان او ایرانه له ۲۰ زرو زیات کډوال افغانستان ته راغلي

د مهاجرت نړیوال سازمان وايي، د روان میلادي کال له پیله له پاکستان او ایرانه له ۲۰ زرو زیات کډوال افغانستان ته راستانه شوي چې ډېری په ایران کې دېره افغانان دي.

د "IOM" د راپور له مخې له ټولو نږدې ۲۲ زره کډوالو څخه چې د روانې جنورۍ میاشتې له لومړۍ نېټې څخه هېواد ته راستانه شوي نږدې ۲۱ زره له ایران او یوازې ۹۵۰ کسان له پاکستانه راغلي افغانان دي، په‌داسې حال کې چې په تېرو کلونو کې به له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو شمېر د ایران په پرتله زیات وو.

پر ایران د لوېدیځ بندیزونه چې په نتیجه کې یې دا هېواد له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوی، خپل هېواد ته د افغان کډوالو د راستنېدو یو مهم علت ګڼل کېږي.