د هرات ولایت چارواکي وايي چې تاجکستان له لاجورد لارې سره ګډون ته لېوالتیا ښودلې ده.
په هرات کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د څانګې مرستیال عبدالغفار جمشیدي ازادي راډیو ته وویل چې «دوشنبې» د لاجورد لارې په تړون کې د ورګډېدو هڅه کوي.
نوموړي زیاته کړه:
"هغه هېوادونه چې د دې لارې په اوږدو کې پراته دي، غواړي خپل اړیکې پراخې کړي. حتی تاجکستان هم لېوالتیا ښودلې چې په دې موافقه کې شامل شي."
تېره میاشت ۹ کانټینرونه چې د افغانستان تجارتي مالونه پهکې وو، د لاجورد پر لاره په ۱۵ ورځو کې ترکیې ته ورسېدل.
د لاجورد لارې په تړون کې افغانستان، ترکمنستان، ګرجستان، اذربایجان او ترکیه غړيتوب لري.