امنیتي ځواکونو په کابل کې یو انتحاري کس له پېژندلو وروسته په نښه کړ

د افغانستان په نقشه کې کابل ولایت

افغان امنیتي ځواکونو په کابل کې یو انتحاري کس هدف ته تر رسېدو مخکې په نښه کړ.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر مجاهد شېبه مخکې ازادي راډیو ته وویل، دغه کس چې چاودېدونکي مواد يې په ځان پورې تړلي وو، ماښام مهال‌یې غوښتل چې د پنځمې امنیتي حوزې اړوند یوه جومات ته ننوځي، خو وپېژندل شو او هدف ته تر رسېدو مخکې له‌منځه یوړل شو.

ښاغلی مجاهد وايي، پېښه د کمپنۍ په سیمه کې د ایوب صابر جومات په انګړ کې رامنځته شوه.

دی وايي، په پېښه کې یو کس ټپي او خپله انتحاري کس له‌منځه وړل شوی دی.