په هرات ولایت کې د وسلهوالو مخالفینو ترمنځ د یوې ډلهییزې شخړې په نتیجه کې ۱۴ وسلهوال مخالفین وژل شوي دي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه تېره ورځ د شینډنډ ولسوالۍ په لنګر او اورابین کلیو کې شوې ده.
ده وویل:
"تېره ورځ مازیګر تر ماښامه په شیندنډ کې د طالب وسلهوالو ترمنځ نښتې وشوې، له دواړو لورو ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته چې ۲۱ تنهیې د ملا هبتالله کسان وو."
د ښاغلي فرهاد په خبره، په دې نښتو کې یو هاموې ټانک او د دواړو ډلو وسلې تخریب شوي دي.