د پاکستان په بلوچستان ایالت کې یوه الوتکه لوېدلې

ارشیف، یوه «F-7PG» الوتکه

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې یوه الوتکه لوېدلې ده.

د پاکستان هوایي ځواکونو په یوې اعلامیه کې ویلي چې دا پېښه نن چهارشنبه داسې مهال وشوه چې «F-7PG» الوتکه په روزنیز مأموریت بوخته وه.

د اعلامیې له مخې، پیلوټ‌یې په دې پېښه کې وژل شوی دی.

د پاکستان د هوایي ځواکونو په اعلامیه کې د دې الوتکې د سقوط سیمه د بلوچستان ایالت مستونګ ته نږدې ښودل شوې، خو د پېښې د علت په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

د دې پېښې د پلټنې لپاره یو پلاوی ټاکل شوی دی.

د راپورونو له مخې، په تېرو ۱۷ کلونو کې د پاکستان لږ تر لږه ۱۳ «F-7PG» ډوله الوتکې له‌منځه تللې دي.

د پاکستان هوایي ځواک څه باندې ۵۰ دا ډول الوتکې لري چې په چین کې جوړې شوې دي.