د کندهار چارواکي وايي، د دغه ولایت په خرقې شریفې کې د وسلهوالې نښتې په تور د خرقې شریفې د رئیس محمد نسیم اخندزاده په ګډون ۱۶ کسان نیول شوي دي.
د خرقې شریفې دوو متولیانو مسعود اخندزاده او نسیم اخندزاده تېره ورځ د خرقې مطهرې د امتیازاتو او ریاست د څوکۍ پر سر له لفظي شخړې وروسته وسلهواله نښته وکړه چې په دغه نښته کې یو کس ټپي هم شو.
د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي ازادي راډیو ته وویل چې تېره ورځ د کندهار په خرقې شریفې کې د دغه زیارت د متولیانو مسعود اخندزاده او نسیم اخندزاده ترمنځ د رامنځته شوې وسلهوالې نښتې وروسته، د خرقې شریفې د رئیس محمد نسیم اخندزاده په شمول ۱۶ کسان نیول شوي دي.
د عزیزي په وینا، نیول شوي کسان د ولایت مقام لهخوا د یوه ټاکل شوي هیئت تر څېړنو وروسته د پېښې د عاملینو په توګه پېژندل شوي دي.
عزیزي ونهویل چي نیول شوي کسان غیر مسؤله وسلهوال دي که د خرقې شریفې ساتونکي، خو په وینا یې چې له دغو کسانو یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم تر لاسه شوې دي.
دی زیاتوي؛:
"تېره ورځ چې په خرقه مطهره کې کومه پېښه رامنځته شوې وه او د ولايت مقام لهخوا ورته ګډ هيئت تعین شوی و، په پايله کې يې د خرقې مطهرې د رئيس محمد نسيم اخندزاده په شمول ۱۶ تنه د پېښې عاملين نيول شوي او دا مهال تر پوښتنو لاندې دي، د يادونې وړ ده چې د پېښې له عاملينو څخه يو شمېر درنې او سپکې وسلې هم ترلاسه شوې دي."
یو شمېر سرچنیو تېره ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د خرقې شریفې د متولیانو مسعود اخندزاده او نیسم اخندزاده چې دواړه وروڼه دي، ترمنځ له تېرو څو میاشتو راهیسې د مالي مسایلو پر سر اختلافات وو چې تېره ورځ تر لفظي شخړې وروسته په وسلهواله نښته واوښتل چې پهکې یو کس ټپي شو.
مسعود اخندزاده د سولې او شخړو د حل په برخه کې د ولسمشر سلاکار او نسیم اخندزاده د خرقې شریفې د ریاست د رئیس په توګه دنده لري.
نسیم اخندزاده او مسعود اخندزاده له رسنیو سره په خبرو کې د پرونۍ پېښې ملامتي یو پر بل وراچوي.
له دغې پېښې وروسته پر ټولنیزو رسنیو د ځوانانو غبرګونونه هم راپورته شول او له حکومتهيې و غوښتل چې د خرقې شریفې ټولې چارې باید د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته وسپارل شي.
بلخوا د کندهار ښاریان له ازادي راډیو سره په خبرو کې له حکومته غوښتنه کوي چې د دغه تاریخي ځای د ساتنې مسؤلیت دې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته ورکړل شي.
خرقه مطهره د افغانستان له مهمو تاریخي او مذهبي ځایونو شمېرل کېږي چې د اسلام د پیغمبر حضرت محمد (ص) چپنه پهکې ساتل کېږي او هره ورځ سلګونه کسان دغه زیارت ته ورځي.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ په وروستیو میاشتو کې د خرقې مطهرې زیارت د ریاست په توګه ومنل شو او په دې توګه د حج او اقافو وزارت په چوکاټ کې ځانګړې بودجه او شااوخوا ۶۰ امنیتي ساتونکي ورته منظور شول.
راپور: صادق رښتینی