په فاریاب ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو په هوایي بریدونو کې د یوه قوماندان په ګډون د وسلهوالو مخالفنیو ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دا بریدونه د فاریاب په خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې په سهراب قلعه کلي کې شوي دي.
د اعلامیې له مخې د قاري ظهیرالدین په نوم چې په جندالله مشهور دی او د یادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو یو مشهور قوماندان دی پهدې بریدونو کې وژل شوی دی.
د وژل شویو او ټپیانو په اړه ډېر جزئیات نهدي وړاندې شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، پهدې عملیاتو کې د طالبانو وسلې او مهمات لهمنځه وړل شوي دي.
طالبانو تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.