واشنګټن تأیید کړه چې د افغانستان لپاره د امریکا پلاوي روانه اوونۍ په قطر کې د طالبانو له استازو سره کتلي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لهخوا په یوه اعلامیه کې راغلي چې زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې بهیر د یوې برخې په توګه د جنورۍ پر ۲۲مه په دوحه کې د طالبانو له استازو سره خبرې کړې دي.
تر دې وړاندې د طالبانو یوې سرچینې د نوم نهښودلو په شرط ازادي راډیو ته تأیید کړه چې په قطر کې به د طالبانو او د امریکایي پلاوي خبرې نن چهارشنبه هم دوام وکړي.
دغې سرچینې وویل چې د دې پړاو خبرو وروسته به د دوی د مذاکراتو نتایج اعلان شي.
تر اوسه دواړو لورو د تېرو دوو ورځو د خبرو جزئیات نهدي ورکړي.
افغان حکومت تر اوسه په دوحه کې د وروستیو خبرو په اړه څه نهدي ویلي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه د افغانستان د حکومت له پلاوي سره خبرې رد کړې دي.