د کابل ولایت په شکردرې ولسوالۍ کې د کرنیزو محصولاتو د پروسس او بسته بندۍ یو مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دغه مرکز د ۷ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه مرکز د ۴۰ مټریک ټنه کرنیزو محصولاتو د پروسس وړتیا لري.
نوموړي همدا شان وویل چې یاد مرکز په یوه اوونۍ کې د ۶۰۰ کېلو ګرامه تازه مېوو د وچولو وړتیا هم لري.