د افغانستان ولسمشر سویس ته روان شو

ارشیف، د افغانستان ولسمشر

د افغانستان ولسمشر نن د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ سویس ته روان شو.

تمه ده چې اشرف غني به د سویس په داووس ښارګوټي کې په نړیواله اقتصادي غونډه کې برخه واخلي.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې افغان ولسمشر به په‌دې غونډه کې د افغانستان د اقتصادي ودې او د سیمې په اقتصاد کې د افغانستان د ونډې په اړه خبرې وکړي.

د سویس په داووس ښار کې د نړۍ تر دوه نیم زره ډېر مشران، سوداګر، د نړیوالو مؤسسو، د مدني ټولنې او د رسنیو استازي راغونډ شوي دي، دا غونډه پرون رسماً پیل شوه او د جمعې تر ورځې به دوام وکړي.

د افغانستان اجرائیه رئیس تر دې مخکې سویس ته تللی و او پرون‌یې د دې غونډې تر څنګ د سولې او پخلاینې په نوم په یوې ناسته کې برخه واخیسته.