د رورسيې ولسمشر ولاديمير پوتین له خپل جاپاني سیال شينزو ابې سره ولیدل.
دوی د ځمکې په سر د لسيزو زړې شخړې په اړه خبرې وکړې چې له کبلهيې په دوهمه نړيواله جګړه کې توکيو او مسکو نهوو توانېدلي چې په رسمي توګه د سولې موافقه وکړي.
پوتين او ابې نن په کرملېن کې سره ولیدل.
د کرملېن وياند دميتري پسکوف پرون وويل چې روسیه او جاپان دواړه له خپلو ملي ګټو نهتېريږي.
د ده په وينا، دا خبرې په لومړي پړاو کې دي.