د فارياب چارواکي د وسله‌والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

د افغانستان په نقشه کې فاریاب ولایت

د فارياب ولايت امنيتي چارواکي په دغه ولايت کې د عملیاتو پر مهال د وسله‌والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د افغانستان په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو وياند محمد حنيف رضايي نن ازادي راډيو ته وويل چې د غرمې تر درېیو بجو وروسته په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو پر پوسته په عملیاتو کې د طالبانو لږ تر لږه څلورو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ويلي.

خواجه سبزپوش ولسوالۍ د جوزجان او میمنې ترمنځ پر لاره پرته ده او د فارياب ولايت مرکز او ميمنې ښار ترمنځ یو شمېر نورې ولسوالۍ سره نښلوي.