چارواکي: په هرات کې د عملیاتو پر مهال د طالبانو یو مرکز نيول شوی

د افغانستان په نقشه کې د هرات ولایت

د هرات ولايت امنیتي چارواکي وايي، د دې ولايت په دوو ولسواليو کې يې د عملیاتو پر مهال د وسله‌والو طالبانو یو مرکز نيولی دی.

د هرات ولایت د پولیسو د امریت مطبوعاتي سرپرست فرزاد فروتن نن همداراز ازادي راډیو ته وويل چې د پښتون زرغون او اوبې په نوم ولسواليو په یو شمېر کلیو کې یې عملیات کړي چې په پشت کلي کې د عملیاتو پر مهال د وسله‌والو مخالفانو یو زندان هم له‌منځه تللی دی.

په دغو عملیاتو کې د څلورو طالب وسله‌والو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.