کابل نن د ولسي جرګې د ناکامو کانديدانو د ملاتړو د لاریون شاهد وو.
لاريون کوونکو کابل ته د ننوتلو څلور دروازې وتړلې.
د راپورونو له مخې د دغو دروازو بندېدلو مسافر له ستونزو سره مخامخ کړي دي.
اعتراض کوونکي غواړي د کابل ولایت لپاره د پارلماني انتخاباتو نتايج دې باطل اعلان شي.
د افغانستان د انتخاباتي شکايتونو کمېسیون پرون وويل چې د کابل د حوزې پر شکایاتو مقدماتي مراحل پيل شوي دي.
د دې کمېسیون په وينا، د کابل په حوزه کې د شکاياتو شمېر زیات دی او دغو شکايتونو ته د رسېدو لپاره د دې کمېسیون ولايتي کمېشنران کابل ته راغوښتل شوي دي.
د راپورونو له مخې د کابل د لېست اړوند زر شکايتونه ثبت شوي دي.