د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف وايي، غواړي له جرمني سره د خپل هېواد اړیکې د لمس وړ او لوړې کچې ته ورسوي او پهدې ترڅ کې به د جرمني تخنیکي همکارۍ او پانګونې په ازبکستان کې پراخې شي.
میرضیایف دا څرګندونې پرون په برلین کې له صدراعظمې انګلا مېرکل او نورو چارواکو سره د کتنې پر مهال وکړې.
مېرمن مېرکل له میرضیایف سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، جرمني غواړي چې د ازبکستان ډاډمن شریک وي.
هغې زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراخولو لپاره زیات فرصتونه شته.
د ازبکستان ولسمشر همداراز د جرمني له ولسمشر فرانک والټر شټاین مایر او د پارلمان له رئیس ولفګانګ شویبله سره هم وکتل.