عبدالله د نړۍ په اقتصادي مجمع کې د ګډون لپاره سویس ته ورسېد

ارشیف، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د نړۍ په اقتصادي مجمع کې د ګډون لپاره نن د سویس داووس ښار ته ورسېد.

اجرائیه ریاست په یوه خبرپانه کې وايي، ښاغلی عبدالله به په پرانېستونکې غونډه او همداراز په څو نورو مجلسونو کې د افغانستان، سیمې او نړۍ د مسایلو په اړه ویناوې وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي چې اجرائیه رئیس به د یو شمېر هېوادونو له صدراعظمانو او نورو نړیوالو شخصیتونو او چارواکو سره هم وګوري.

د داووس د اقتصادي مجمعې غونډه نن د جنوري په ۲۲مه نېټه د نړۍ د څه باندې درې زره سوداګرو، سیاستوالو او د حکومتونو او د نړیوالو ټولنو د استازو په ګډون جوړېږي او پنځه ورځې دوام کوي.

د داووس په کلنیو غونډو کې د نړۍ د اقتصادي، سیاسي، اقلیمي بدلونونو او د نړۍ د هېوادونو او نړیوالو ټولنو ترمنځ د همکارۍ پر لارو چارو خبرې کېږي.