د میدان وردګ ولایت په مرکز میدان ښار کې د افغان ځواکونو پر یوه اډه د پرونۍ حملې د قربانیانو د شمېر په اړه ضد او نقیض راپورونه ورکړل شوي دي.
افغان چارواکو د ۱۲ کسانو د وژل کېدو او له ۲۰ د زیاتو د ټپي کېدو خبر ورکړی، خو په عین حال کې روېټرز خبري اژانس د افغانستان دفاع وزارت د یوه چارواکي له قوله خبر ورکړی چې په دې حمله کې له ۱۲۰ زیات کسان وژل شوي او لسګونه نور تپیان دي.
دې چارواکي د نوم نهښودلو په شرط ویلي دي چې په وژل شویو کې د کمانډو ځواکونو اته غړي هم شامل دي.
د دې حملې مسؤلیت وسلهوالو طالبانو منلی.
د روېټرز په راپور کې ویل شوي چې برید کوونکو پهدې حمله کې پر چاودېدونکو موادو بار یو هاموې موټر د ملي امنیت د ځواکونو په اډه کې دننه الوزولی دی.