روسي چارواکي وایي، پرون د کریمیا په سواحلو کې په دوو تجارتي کښتیو کې چې د تانزانیا بیرغونه پرې رپېدل، د اور د لګېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه شوي دي.
د روسیې د بحري ټرانسپورت د فدرالي ادارې ویاند الکسي کرافچینکو وویل چې د کښتیو د عملې ۱۴ تنه ژغورل شوي دي.
هغه زیاته کړه، اور هغه مهال ولګېد چې کرچ تنګي ته نږدې له یوې کښتۍ څخه د سونګ مواد بلې ته لېږدول کېدل.
د روسیې د ټرانسپورت وزارت ویلي چې د دواړو کښتیو د عملې شمېر د یوه هندي او یوه ترکي په ګډون ۳۱ تنه وو.