روغتیا وزارت: له ۵ میلیونه زیات ماشومان به د ګوزڼ ضد واکسین شي

یوه ماشوم ته د پولیو واکسین ورکول

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي هیله‌مند دي چې د ماشومانو لپاره د پوليو یا ګوزڼ د ناروغۍ ضد په دغه فرعي کمپاین کې چې پرون دوشنبه پیل شوی، له پنځو میلیونو زیات ماشومان واکسین شي.

د عامې روغتیا وزارت د پولیو ضد پروګرام د عامه پوهاوي د برخې مسؤل میر جان راسخ تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې دغه کمپاین په هغو لیرې پرتو سیمو کې عملي کېږي چې د پولیو خطر په‌کې زیات دی.

دی زیاتوي:

"دغه کمپاین د افغانستان د ۱۷ ولایتونو اړوند په ۱۷۹ ولسوالیو کې پلی کېږي. په جنوبي او ختیځه حوزه کې یو څه په ځنډ تطبیق کېږي. د دې کمپاین هدف دا دی چې ۵،۴ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته واکسین ورکړل شي."

د ښاغلي راسخ په وینا د قومي مشرانو او د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارو په مرسته د دولت له وسله‌والو مخالفینو سره یوه توافق ته رسېدلي چې د دوی تر کنټرول لاندې سیمو کې به دغه کمپاین چې پنځه ورځې دوام کوي، کور په کور نه، بلکې په جوماتونو، روغتیایي کلینیکونو یا نورو عام‌المنفعه ځایونو کې عملي کېږي.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې تېر ۲۰۱۸ میلادي کال په افغانستان کې د پولیو ۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

۹ په کندهار، ۲ په ارزګان، ۴ په هلمند، ۲ په ننګرهار، ۳ په کونړ او ۱ په نورستان کې ثبت شوي دي.