د افغانستان د دفاع وزارت یو چارواکی وایي، په میدان وردګ ولایت کې پر یوې پوځي اډې د طالبانو په پرونۍ حمله کې په وژل شویو کې د کمانډو ځواکونو اته غړي شامل دي.
دغه چارواکي دا خبره د خپل نوم نهښودلو په شرط روېټرز خبري اژانس ته کړې ده.
د لوېدیځو رسنیو د راپورونو له مخې پهدې حمله کې چې طالبانو له چاودېدونکو موادو بار یوه هاموې موټر څخه په استفادې هغه د ملي امنیت د ځواکونو د اډې دننه چولی، له ۱۲۰ زیات کسان وژل شوي او لسګونه نور تپیان دي.
خو افغان چارواکي یوازې د ۱۲ کسانو د وژل کېدو او له ۲۰ زیاتو د ټپي کېدو خبره کړې ده.