یو شمېر افغان شنونکي په دې باور دي چې په وروستیو کې د پاکستان په وړاندې د ولسمشر ټرمپ د ادارې دریځ نرم شوی او امریکايي لوری ډېره هڅه کوي چې له پاکستاني چارواکو سره د تفاهم پر مټ افغان طالبانو سره د سولې یو تړون ته ورسېږي.
مخکښ جمهوري غوښتونکی امریکايي سناتور لېندسي ګراهام په وروستیو کې په پاکستان کې صدراعظم عمران خان او ولسمشر ټرمپ دوه ورته شخصیتونه وبلل او ویېویل چې فکر کوي چې که چېرې دواړه خپلو کې وګوري له یو بل سره جوړ راتلی شي.
مخکښ جمهوري غوښتونکی امریکايي سناتور لېندسي ګراهام
ګراهام د افغان او پاکستاني مشرانو سره د ټرمپ د لیدنې وړاندیز وکړ او همدارنګهیې وویل چې پر واشنګټن به له پاکستان سره د ازادې سوداګرۍ یو هوکړه لیک ته د رسېدو ټینګار هم وکړي چې د ده په وینا د اسلاماباد لپاره به لوبه بدلوونکی وي.
په عین حال کې د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن استازي زلمي خلیلزاد هم پاکستان کې خپل څلور ورځنی سفر له لاسته راوړنو ډک بللی دی.
زلمي خلیلزاد سیمې ته د خپل وروستي سفر په لړ کې هند، چین، اماراتو او افغانستان ته له سفرونو وروسته پاکستان ته تللی و او دغلتهیې په تېرو څلور ورځو کې د پاکستان له بېلابېلو ملکي او پوځي واکمنو سره خبرې اترې کړې دي.
د نړیوالو اړیکو افغان شنونکی انتظار خادم وايي، لېندسي ګراهام د پاکستان په اړه وخت په وخت انتقادي نظر لرلی، خو اوسیې ژبه تر پخوا ډېره نرمه شوې او دا د افغانستان په سوله کې د پاکستان همکارۍ ته د امریکایانو لېوالتیا ښيي.
د نړیوالو اړیکو افغان شنونکی انتظار خادم
دی وايي:
"ګراهام ولسمشر ټرمپ ته نږدې دی، پخوا یې د پاکستان په اړه متناقض دریځونه لرل، خو اوسیې لهجه بدله ده، کله چې وايي چې د ټرمپ او عمران خان ترمنځ د ملاقات زمینه به برابره کړي، له پاکستان سره به د امریکا د ازاد تجارت پر هوکړه لیک ټینګار وکړي، دا هر څه د پاکستان په اړه د امریکا انعطاف ښيي او سولې ته د واشنګټن مېشتو د لېوالتیا څرګندونه کوي."
د ښاغلي خادم په وینا، پاکستان به خامخا هڅه کوي چې د افغانستان په سوله کې خپل رول مهم او له امریکا امتیازات او ګټې تر لاسه کړي، خو امریکا چې له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د ایستلو یوه معقوله لاره لټوي، ښايي هېڅ داسې امتیاز چې د افغانستان سولې او ثبات ته ګټه ونهلري، دې هېواد ته ورنهکړي.
د افغانستان د سولې او شخړې د مطالعاتو د مرکز سرپرست حکمتالله اعظمي هم وايي چې د افغانستان د سولې لپاره د زلمي خلیلزاد له هڅو سره د پاکستان په اړه د امریکايي چارواکو دریځ نرم شوی دی.
د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن استازی زلمی خلیلزاد
د نوموړي په وینا، ان خپله خلیلزاد چې په افغانستان کې د پاکستان د پالېسیو منتقد و، اوسیې د دې هېواد په اړه لهجه نرمه کړې.
ده وویل:
"د دې علت زما په فکر دا دی چې امریکايي چارواکو دا درک کړې چې د پاکستان له همکارۍ پرته د خلیلزاد د سولې هڅې بریالۍ کېدای نهشي، دوی باور لري چې که غواړي چې طالبان خبرو ته راولي، باید د پاکستان ملاتړ ترلاسه کړي او دا باور له هغې وروسته نور هم سېوا شو چې د طالبانو سره د ابوظبي غونډه د ناکامۍ خواته ولاړه او له هغې وروسته د جدې او قطر غونډه لغوه شوې."
حکمتالله اعظمي هم په دې باور دی چې پاکستان ټوله هڅه کوي څو د افغانستان په سوله کې خپل رول مهم کړي، خو نوموړی خبرداری ورکوي چې که د افغانستان د سولې په برخه کې یوازې د پاکستان په رول حساب وشي، دا به ښايي د امریکا او طالبانو ترمنځ د جګړې د پای ته رسېدو سبب شي، خو د افغانستان جګړه نهشي هوارولای.
په افغانستان کې د سولې او شخړې د مطالعاتو د مرکز دا څېړونکی وايي، دلته یو د امریکا جنګ دی او بل د افغانستان جنګ دی.
د اعظمي په وینا، پاکستان به وکولای شي چې له طالبانو سره د امریکا جګړه پای ته ورسوي، خو د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره به د پاکستان او سیمې د هېوادونو پر همکارۍ سربېره په افغانستان کې دننه له بېلابېلو لورو سره ډېر او پرلهپسې کار او خبرو ته اړتیا وي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم تېره اوونۍ د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره ټیليفوني خبرې کړې وې او هغه تهیې د خبرو اترو لپاره کابل ته د سفر بلنه ورکړې وه.
ویل کېږي چې عمران خان دا بلنه منلې، خو چې کله به کابل ته سفر وکړي، څرګنده نهده.