د افغانستان د جمهوري ریاست د چارو د ادارې د څارنې او ارزونې مخکېنی مرستیال په دوه کاله تعلیقي حبس محکوم شو.
د افغانستان لویې څارنوالۍ یو کال وړاندې داسې مهال چې د ثوابالدین مخکښ په ټلګرام پاڼه کې یې تبعیضي مطالب ترلاسه کړل، د دې قضیې د ارزونې حکمیې ورکړ.
د افغانستان د قانون له مخې، د دې ډول مطالبو خپرول جرم ګڼل کېږي.
د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي ازادي راډیو ته وویل:
"تقریباً څو میاشتې وړاندې پر دې قضیې د محکمې له لوري پرېکړه وشوه چې ښاغلی مخکښ په دوه کاله تعلیقي حبس محکوم شو."
تعلیقي حبس سمدستي د اجرا وړ نهوي.