سرچینه: د ميدان وردګ په ننني موټربم برید کې ۲۰ کسان وژل شوي

یوه سرچینه وايي چې په ميدان وردګ کې د ملي امنيت پر ځانګړې قطعې په موټربم برید کې ۲۰ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي.

د دغه ولایت چارواکي هم مني چې د یاد برید پر مهال افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو وايي چې کره معلومات نه‌لري.

دغه بريد نن سهار شااوخوا ۷ بجې او ۳۰ دقیقې د ميدان ښار اړوند په باغ زنانه سيمه کې چېرته چې د ملي امنيت ځانګړي ځواکونه مېشت دي، ترسره شو.

د دغه برید مسؤلیت وسله‌والو طالبانو منلی دی.

په دې اړه نور تفصیل د ازادي راډيو د خبریال شریف‌الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د میدان وردګ راپور