د سالنګ لویه لاره د ټرافیکو پر مخ پرانیستل شوه

ارشیف، د سالنګ لار

د سالنګ لویه لاره نن د ټرافیکو پر مخ پرانیستل شوه.

د سالنګونو د حفظ او مراقبت چارو رئیس عبدالبصیر حبیبي نن ازادي راډیو ته وویل چې موټرو له دواړو خواوو تګ راتګ پیل کړی دی.

نوموړي وویل چې دا لاره د ماسپښین پر یوې بجې پرانیستل شوه.

ښاغلی حبیبي زیاتوي:

"۱۹ برفکوچونه راغلي وو، موږ سیمه پاکه کړه، د تګ راتګ لیکې د مسافر وړونکو موټرو لپاره خلاصې دي او د بار وړونکو لپاره به وروسته وګورو چې څه کولای شو."

ښاغلی حبیبي وايي لا هم د دې لویې لارې څخه د واورې د لیرې کولو هڅې دوام لري او تر اوسه د ده په خبره چا ته مالي یا ځاني زیان نه‌دی رسېدلی.

د سالنګ لویه لار چې د افغانستان تر ټولو لویه لار ده، د سختو واورو له کبله د شنبې له ماښام راهیسې د ټرافیکو پر مخ تړلې وه.