پاکستان کې نن د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو

د پاکستان حکومت په‌دغه هېواد کې نن د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کړ.

د پاکستان حکومت په‌دغه هېواد کې نن د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کړ.

دا د حکومت د هغې ژمنې یوه برخه ده چې وایي، د ۲۰۱۹ میلادي کال تر پایه پورې به په پاکستان کې د پولیو ناروغي له‌منځه وړي.

د پاکستان د روغتیا وزارت ویاند رانا صفدر نن ویلي چې په‌دې کمپاین کې به تر ۳۹ میلیونه ډېر ماشومان چې عمرونه‌یې تر پنځو کلونو ښکته دي، واکسین شي او ۲۶۰ زره روغتیایي کارکوونکي به دا کمپاین پر مخ وړي.

پاکستان، افغانستان او نایجیریا د نړۍ په سطح هغه درې هېوادونه دي چې لاهم د پولیو مثبتې پېښې په‌کې ثبت شوي دي.

په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په پاکستان کې یوازې یوه د پولیو مثبته پېښه ثبت شوې حال دا چې دا شمېره په ۲۰۱۴ میلادي کال کې څه باندې ۳۰۰ تنه وو.