د کندهار د ملي امنیت ریاست د وسلهوالو مخالفینو اړوند درې شبکې چې ۳۰ تنه پهکې شامل دي، ونیولې.
د کندهار د والي له دفتره په یوې اعلامیه کې راغلي دغه کسان چې په ترورېستي او تخریبي فعالیتونو کې ښکېل دي، د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې نیول شوي دي.
اعلامیه زیاتوي دغو کسانو د کندهار په یو شمېر ولسوالیو کې پر دولتي قرارګاوو، امنیتي پوستو او اکمالاتي کاروانونو بریدونه کړي او هم یې په بېلابېلو سیمو کې د سړک غاړې ته ماینونه خښ کړي وو چې ډېری ملکي وګړو ته هم پهکې زیانونه رسېدلي وو.
د اعلامیې له مخې یادو وسلهوالو پهدې وروستیو کې پلان درلود چې په کندهار ولایت کې دولتي مأمورین، دیني عالمان او قومي مشران په نښه کړي.
د کندهار د والي له دفتره دا بیان زیاتوي چې دا ډلې د کندهار په بېلابېلو ولسوالیو کې د خلکو په همکارۍ او د ځانګړو قطعاتو د عملیاتو په نتیجه کې ونیول شوې.