په بلخ ولایت کې د ځمکني ټرانسپورت ریاست مسؤلان وايي چې د ۱۳۹۷ لمریز کال په عوایدو کې کابو ۲۰ میلیونه افغانۍ زیاتوالی راغلی دی.
د دې ریاست مشر مصطفی سروش ازادي راډیو ته وويل چې په روان کال کې یې د عوایدو مجموعي شمېر څه باندې ۹۱ میلیونه افغانیو ته رسېږي چې دا رقم په ۱۳۹۶ کال کې څه باندې ۷۲ میلیونه افغانۍ و.
مصطفی سروش وايي، که د نا امنۍ له امله د سمنګان له دره صوف ولسوالۍ مزارشریف ته د ډبرو سکرو په لېږد کې کموالی نهوی راغلی، اوسمهال به د بلخ د ځمکني ټرانسپورت ټولهییز عواید په ۱۳۹۷ کال کې څه باندې ۱۰۰ میلیونه افغانۍ وی.
مسئولان وايي، هڅه کوي چې په مزار شریف کې د سړکونو د تنګوالي او د ترمینلونو د نشتوالي له امله په ښار کې د ګاډو د ګڼې ګوڼې ستونزه چې خلک ترې شکایت لري، ډېر ژر حل کړي.