باجوه: د افغانستان سوله د سیمې لپاره حیاتي ده

ارشیف، د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جوزف ووټل ته ویلي چې له ټولو محدودیتونو سره سره پاکستان د سیمې د سولې له ټولو هڅو سره همکارې کړې او دې کار ته به دوام ورکوي.

باجوه ویلي چې د افغانستان سوله د سیمې لپاره حیاتي ده.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو دفتر «ای. اېس. پي. ار» په یوه بیان کې لیکلي چې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جوزف ووټل او پلاوي یې پرون په راولپنډۍ کې له باجوه سره لیدلي.

د بیان له مخې جیو ستراتېژیک مسایل، د سیمې امنیت او د افغانستان سوله او پخلاینه د بحث موضوع‌ګانې وې.