په مکسیکو کې د چاودنې له امله د وژل شویو شمېر ۸۵ ته لوړ شوی

د مکسیکو چاودنه

په مکسیکو کې د ګازو د پایپ‌لاین په چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۸۵ ته لوړ شوی دی.

دا خبره د مکسیکو د روغتیا وزیر کورښې الکوسېر تأیید کړه.

الوکسېر زیاته کړه چې ۵۸ نور کسان هم بستري شوي دي.

په مرکزي مکسیکو کې د ګازو د پایپ‌لاین دا چاودنه هغه وخت د جمعې په ورځ وشوه چې ۸۰۰ کسانو په تلاهولیپن سیمه کې له لیک شوي پایپ نه تېل وړل.

د چاودنې د علت په اړه څېړنې روانې دي.