حاجي اغا: نیمروز کې د لابراتوارونو نه‌موجودیت ستونزې جوړې کړي

ارشیف، د افغانستان د متشبثو عالي بورډ مشر رحم‌الدین حاجي اغا

د افغانستان د متشبثو عالي بورډ وایي، د نیمروز ولایت په ګمرک کې د سوداګریزو توکو د وارداتو لپاره د لابراتوارونو نه‌موجودیت سوداګرو ته ستونزې جوړې کړي.

د دغه بورډ مشر رحم‌الدین حاجي اغا نن له ازادي راډيو سره په خبرو کې اندېښنه وښوده چې د نیمروز ولایت په ګمرک کې د کرنیزو درملو د لابراتوارونو د نه‌موجودیت له امله سوداګرو ته اجازه نه‌ورکول کېږي چې دغه توکي راوارد کړي.

د متشبثو عالي بورډ د معلوماتو له مخې نیمروز ولایت ته له ایران، هند او عربي اماراتو نه کرنیز درمل راواردېږي چې له دغه ولایت نه بیا کندهار، هرات، زابل او کابل ته هم لېږل کېږي.