اسرائیل وايي، په سوریه کې یې د ایران پر قدس ځواکونو برید کړی

د اسرائیل بیرغ

اسرائیل وايي، په سوریه کې یې د ایران پر قدس ځواکونو هوايي برید کړی دی.

د اسرائیل پوځ نن دوشنبه سهار وختي په یوه بیان کې تأیید کړه چې په سوریه کې یې د ایراني پوځیانو اهداف ویشتي.

اسرائیلو تر دې څو ساعته مخکې هم دمشق نړیوال هوايي ډګر ته نږدې هوايي بریدونه کړي وو.

اسرائیل همداراز سوريايي ځواکونو ته ګواښ کړی چې د اسرائیل د خاورې یا پوځ پر ضد دې له غچ اخیستونکو اقداماتو ډډه وکړي.

هم اسرائیل او هم سوریې په یو بل د متقابلو هوايي او راکټي بریدونو خبرداری ورکړی و.

له دې راپورونو سره په یوه وخت د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان رئیس رامي عبدالرحمن ویلي چې د دمشق په جنوب کې په هدف ګرځېدلې سیمه کې د ایراني ځواکونو او د لبنان د حزب‌الله ډلې د وسلو ډیپوګانې وې.

ایراني چارواکو تر اوسه د اسرائیلي پوځ د بیان او د تازه بریدونو د خبر په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی.