په میدان وردګ ولایت کې د افغانستان د ملي امنیت د ځواکونو پر یوه مرکز باندې نن سهار برید شوی دی.
چارواکو تأیید کړې چې په برید کې مرګژوبله اوښتې خو دقیق شمېر یې لا نه دی معلوم.
د وردګ د والي ویاند عبدالرحمن منګل پېښه ازادي راډیو ته تأیید کړه او ویېویل چې افغان پوځیانو درې تنه انتحاري حمله کوونکي مخکې له دې چې هغوی برید ترسره کړي ووژل.
ښاغلي منګل ازادي راډیو ته وویل:
"نن سهار اوه نیمې بجې شااوخوا د میدان وردګ ولایت له مرکز څخه ۲ کېلو مترۍ کې د ملي امنیت یوې سیمهییزې قطعې باندې موټر بم چاودنه شوې. د ځانمرګو یو موټر د افغان پوځیانو لهخوا خنثی شوی او هم درې انتحاریان د افغان ځواکونو لهخوا وژل شوي. په چاودنه کې د ملي امنیت د سیمهییزې قطعې ودانۍ ته زیان رسېدلی چې له همدې امله به وروسته د شهیدانو او زخمیانو جزئیات شریک شي."
د میدان وردګ ولایت د ولایتي شورا مرستیال شریفالله هوتک ازادي راډیو ته وویل نننی برید د څلورو بریدګرو په وژل کېدو پای ته رسېدلې، خو څه باندې ۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
یوه روغتیايي چارواکي اسوشیتېډ پرس ته هم تأیید کړې چې ۱۲ کسان په دې برید کې وژل شوي.
وسلهوالو طالبانو د برید مسؤلیت په غاړه اخیستی.
د دې ډلې ویاند ذبیحالله مجاهد لیکلي چې د دوی وسلهوالو لومړی د هاموې ټانک په واسطه چاودنه کړې او بیا یې د خاصو ځواکونو د قومندانۍ دننه بریدونه کړي.