د سوریې په پلازمېنه دمشق کې تېره ورځ یوه سخته چاودنه وشوه

د سوریې بیرغ

د سوریې په پلازمېنه دمشق کې تېره ورځ یوه سخته چاودنه وشوه چې په خپل ډول کې نادره برید بلل شوی دی.

د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې چې مرکز یې په لندن کې دی راپور ورکړ چې د دمشق جنوب کې یوه پوځي استخباراتي دفتر ته څېرمه یوه لویه چاودنه وشوه چې څو تنو ته په‌کې مرګ ژوبله واوښته.

دغه اداره وایي، په چاودنې پسې د ډزو غږونه هم واورېدل شول.

د سوریې دولتي خبري اژانس سانا بیا تېره ورځ ناوخته راپور ورکړ چې یوې لویې چاودنې د دمشق جنوب ولړزاوه چې مرګ ژوبله‌یې نه‌درلوده.

راپور وایي، د پېښې په تړاو یو ترورېست ونیول شو.

دا پېښه داسې مهال شوې چې په یوه بل شمالي ښار عفرین کې یوې حملې درې تنه ووژل او ۹ تنه‌یې ټپیان کړل.

تر اوسه د دواړو چاودنو مسؤلیت چا نه‌دی منلی.