لبنان له نړیوالو قدرتونو غوښتي چې د سوریې د بحران د سیاسي حل په نظر کې نیولو پرته دې د سوریې د کډوالو د بېرته ستنولو هڅې ګړندۍ کړي.
بېروت دغهراز د یوه عربي بانک د جوړېدو وړاندیز وکړ چې د سوریې او یمن په څېر د جګړه ځپلو عربي هېوادونو د بیا رغونې چارې تمویل کړي.
د لبنان ولسمشر میشل عون تېره ورځ د عرب د اقتصادي او پراختیایي څلورمې کلنۍ غونډې د پرانیستلو پر مهال دا غوښتنه وکړه.
میشل عون وویل، لبنان له نړیوالې ټولنې غواړي چې له هر ممکن اقدامه په استفادې د سوریې د کډوالو د خوندي بېرته ستنېدو لپاره زمینه برابره کړي.
اوسمهال ۵،۶ میلیونه سوریایي وګړي د سیمې په هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند تېروي چې پهدې کې لبنان د ۱،۵ میلیونه سوریایي کډوالو کوربه دی.
ډېری دغه کډوال په سخت حالت کې ژوند کوي او د لبنان لپارهیې چې پهخپله له وړاندې له اقتصادي کړاوونو سره مخامخ دی، ستونزې نورې هم ډېرې کړې دي.