خلیل‌زاد د سولې پروسې په اړه د سیمې اوسنی سفر بشپړ کړ

ارشیف، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په تازه څرګندونو کې د افغانستان د سولې په روانو هڅو کې د پاکستان له لوري د داسې اقداماتو یادونه کړې چې د ده په خبره کولای شي مضبوطې پایلې ولري.

ښاغلي خلیل‌زاد د یکشنبې په ماښام پر خپله ټویټرپاڼه په‌دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي، خو لیکلي یې دي چې د سولې هڅې یې پر سم لور روانې دي.

نوموړي په‌دې پیغام کې لیکلي چې د افغانستان د سولې پروسې په اړه د سیمې اوسنی سفر یې بشپړ کړ او د دې سفر په ترڅ کې د کوربه هېوادونو د هرکلي او لیدنو ستاینه‌یې وکړه.

ښاغلي خلیل‌زاد د جنوري له اتمې نېټې دا سفر پیل کړی و چې په ترڅ کې یې عربي متحده اماراتو، چین، هند، افغانستان او پاکستان ته ولاړ.

تر دې یوه ورځ دمخه پاکستاني رسنیو ویلي چې د ښاغلي خلیل‌زاد او پاکستاني چارواکو ترمنځ د لیدو پر مهال په پاکستان کې د امریکا او طالبانو د استازو د لیدلو خبره مطرح شوې ده.

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې دوی به د امریکا له استازي سره په اسلام‌اباد کې ونه‌ګوري.