محب د خپلې دندې تر څنګ د کورنیو چارو د وزارت چارې هم پر مخ وړي

آرشیف، د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار حمد الله محب

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د خپلې دندې تر څنګ د کورنیو چارو د وزارت چارې هم پر مخ وړي.

د ارګ په یوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني د یکشنبې په ماښام د کورنیو چارو وزارت ته ولاړ او هلته‌یې دا سپارښتنه وکړه چې د کورنیو چارو د نوي وزیر تر معرفي کولو پورې به ښاغلی محب د دغه وزارت چارې پر مخ وړي.

د دې پرېکړې هدف د دغه وزارت د کارونو د ځنډ مخنیوی ښودل شوی دی.

د اعلامیې له مخې ولسمشر غني ویلي هغه پروسه چې د امرالله صالح د مدیریت په دوره کې پیل شوې باید دوام وکړي او وایي، پرېکړې باید د فرد نه، بلکې د ادارې له‌خوا ونیول شي.

تر دې درې ورځې وړاندې امرالله صالح د کورنیو چارو د سرپرست وزیر په توګه له دندې استعفا وکړه او د ولسمشر اشرف غني په نوې انتخاباتي ډله کې د لومړي مرستیال په توګه ونومول شو.